افغانستان د اسیا په زړه کې پروت هیواد دی چې د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د یو ګډ پو حیثیت لري. د ۲۰۰۱ م کال راهیسې د افغانستان په دولتي نظام کې د نا امنۍ بحث په خورا مهم بحث بدل شوی. د طالبانو واکمنۍ څخه وروسته کله چې د امریکا ګرمې مداخلې او نظامي تیري له اړخه طالبان لیرې کړای شول، تر ۲۰۰۳ م کال پورې د طالبانو بیا حاکمیت او په افغانستان کې د جګړې لیکو ته د بیا ستنیدو کوم څرک موجود نه وه. افغانستان د نړیوالې ټولنې برخې فعاله برخه وګرځیده ، د نوي نظام په راتګ سره هیلې موجودې وې تر څو افغانستان په هر ډګر کې د سیمې هیوادونو سره د سیالۍ میدان ته راووځي. د ۲۰۰۳ م کال راهیسې د طالبانو بیا جګړې ته مخه کول داسې ښکاري چې افغانستان د نړۍ له پرمختګه او په نړیوال کچه د نوي کیدو (Modernization) خواته په چټکه توګه حرکت ونه شي کړای. د افغانستان پرمختګ پر وړاندې تر ټولو اساسي خنډ نا امني او د طالبانو سره جګړه د حکومت له لوري جګړه ده. د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د افغانستان د ملي امنیت مسله حل نشوه، همدارنګه په سیاسي کچه د افغانستان د ملي د بهبود لپاره په داسې توګه کار ونه شو چې وکړای شو افغانستان له اوسني امنیتي ګرداب څخه راوباسو.د افغانستان د امنیت مسله یوازې داخلي پورې تړلې مسله نه ده، اوس د افغانستان د ملي امنیت مسله له ګاونډیو هیوادونو هاخوا د سیمې او نړیوالو بعد ته سرایت کړی. دا افغانستان امنیت مسله د افغانانو او د افغانستان د پرمختګ له اساسي مسایلو څخه ګڼل کیږي. دا چې د افغانستان د امنیت خرابوالی څه پورې اړه لري په مقاله کې د متن په موضوع کې څیړو. کلیدي اصطلاحات د مقالې کلیدي او اصلي اصطلاحات نوي کیدل، چپ ګرا، ښي ګرا، سیاسي بې ثباتي، امنیتي خلاوې، نیابتي جګړه، ستراتیژیک عمق، ګرمه مداخله او سړه مداخله دي.